د چخانسور ولسوالۍ کې د یو پُل له رغنیزو چارو بررسي وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۳:۵۷
picture

۱۴۴۵/۰۷/۱۶
نیمروز ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د ریاست تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د یوه پُل د کانکرېټ اچولو له چارو بررسي وکړه.
ټاکل شوې، دغه پُل د شل متره په اوږدوالي جوړ شي، چې اوسمهال یې لومړنۍ چارې روانې دي.
په یاده بررسۍ کې د پُل له سیخ تړلو، سپل او کانکرېټ له چارو تخنیکي ازمایښت ترسره شو او د معیارونو د تطبیق په موخه د شرطپاڼې سره سم لارښوونې ترسره شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت پعه مرکز او ولایتونو کې له رغنیزو پروژو څارنه کوي او د کیفیت او معیار خوندیتوب برخه کې یې ډاډ ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندو تخنیکي ټيم د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت