د اغا خان بنسټ په کابل کې له بهرنیو هېوادونو څخه د بیرته راستنېدونکو کورنیو لپاره سرپناه جوړوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۹:۸
انځور

۱۴۴۴/۰۴/۲۱

له ګاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه د بېرته راستنېدونکو کورنیو او په پغمان ولسوالۍ کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره په کابل کې سرپناه جوړیږي.

د اغاخان خیریه بنسټ استازو د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني سره په ناسته کې له ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د بیرته راستنېدونکو او په پغمان ولسوالۍ کې د بېلا بېلو ولایتونو څخه د راکډه شویو کورنیو لپاره سرپناه جوړوي او په همدې اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

د اغا خان خیریه بنسټ مسؤلینو وویل، هغه کورونه چې نسبتاً ویجاړ شوي او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي، دوی یې بیرته رغوي.

دغه راز هغه کورنۍ چې ځمکه لري او کور نه لري او نه هم د کور جوړولو وس لري، د هغوی لپاره به هم د هغوی په خپلو ځمکو کې په (۳۰) متر مربع ځای کې د محلي موادو څخه  د سیمې د اوسیدونکو په مرسته کور جوړوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني له اغاخان بنسټ مننه وکړه، چې د بېرته راستنېدونکو او داخلي کډوالو بې وزله کورنیو ته سرپناه برابروي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سرپناه جوړولو په برخه کې دې د خلکو اساسي ستونزو ته پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د اسماعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه ووشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خوست ولایت د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د مشکوڼي سیمې د استنادي دیوال د پروژې، څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د امارتي ادارو د تعمیرونو ډیزاین شوې نقشې تائید شوې

۱۴۴۷/۰۷/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو ځانګړي کمېسیون خپله نوبتي ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د چهارباران ولسوالۍ د نوي جوړېدونکي اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو په ملتیا، د اړوندو رسمي مکتوبونو او احکامو پر بنسټ،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت