د امارتي ادارو د تعمیرونو ډیزاین شوې نقشې تائید شوې
۱۴۴۷/۰۷/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو ځانګړي کمېسیون خپله نوبتي ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د ځینو امارتي ادارو د تعمیرونو ډیزاین شوې نقشې د څیړنې او ارزونې لاندې ونیول شوې.
یاده شوې نقشې د اړوندو ادارو لخوا طرحه او ډیزاین شوې وې او د تایید لپاره وزارت ته سپارل شوې دي.
په دې نقشو کې د بلخ، پکتیا او هرات ولایتونو د تعمیراتو نقشې، د پارکینګونو او د ولایتي سرحدي ګمرکونو ترازوګانې په کې شاملې دي، او همدارنګه ځینې نور امارتي تعمیرات هم په کې شامل دي.
ښاغلي شیخ مدارعلي کریمي وویل، اسناد او د خلکو چارې باید ژر تر ژره په منظمه توګه تعقیب او دقت سره ترسره شي. هر کار باید په بشپړه پاملرنه ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې د پلانونو او ښار نقشوپه برخه کې باید جدي هڅې وشي څو ښارونه په منظم ډول وده وکړي. چې ښاري پلانونو کې د ودانیو د نقشو طبقات د اسلامي او عصري معیارونو سره سم تاییدېږي او د ښاري سرغړونو مخنیوی کېږي.
د غونډې غړو د ځینو امارتي تعمیراتو ډیزاین شوې نقشو په اړه خپل تخنیکي نظرونه شریک کړل او نظرونه یې شریک کړل.
په پای کې، د یادو نقشو زیاتره برخې د ښاري نقشو ځانګړې کمېسیون لخوا تایید شوې او د نقشو د ښه والي لپاره اړین تخنیکي لارښوونې هم ورکړل شوې.
