ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رئیس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۳:۳۰
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د بهرنیو چارو وزارت د تشریفات له عمومي رئیس ښاغلي خالد غفاري سره وکتل او یو شمېر سفارتونو ته د ځمکو د انتقال د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

په سر کې، ښاغلي خالد غفاري یو شمېر سفارتونو ته د ځمکو د انتقال د پروسې په اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بېدریغه او هر اړخیزه همکاریو مننه وکړه او په ځانګړې توګه ایران سفارت ته د دوو قطعو ځمکو انتقال، اروپایي اتحادیې ته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې او د پخواني مرکزي احصایې د ودانیو انتقال،  انګلستان سفارت ته د یوې قطعې ځمکې انتقال او د حق الاجارې د ستونزې حل او د ماریوت هوټل په تړاو د قرار دادي شرکت د ستونزې د هوارۍ په اړه خبرې وکړې او د یاد وزارت له مشرتابه څخه د ذکر شویو موضوعاتو په اړه د همکاری غوښتنه وکړه.  

ورپسې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د ځمکو انتقال د یاد وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې دا وزارت ټولو حکومتي ادارو بالخصوص بهرنیو چارو وزارت ته د ځمکو د انتقال په برخه کې په پوره توګه همکاري کوي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل ترڅو د ځمکو د انتقال په اړه مشخص وړاندیزونه دې وزارت ته واستوي ترڅو د اړتیا وړ ځمکه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري بهرنیو چارو وزارت ته انتقال شي. همدارنګه محترم محمود کرزی خصوصي سازي عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه د بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه په دې اړه عاجل اقدام ترسره کړي.

په همدې ترتیب، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ښاري چارو معینیت ته لارښوونه وکړه ترڅو د ساختماني کوډونو او نورمونو او د کابل ښار د نوي منظور شوي پلان له مخې اړین تخنیکي معلومات دې له اروپایي اتحادیې سره شریک او په تخنیکي برخه کې له یادې ادارې سره پوره همکاري وکړي.

سربېره پردې، د انګلستان سفارت د ځمکې د حق الاجارې په اړه ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل ترڅو یاد وزارت دې د انګلستان سفارت سره په همغږي دا موضوع حل او فصل کړي او د اړتیا په صورت یاده موضوع دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه، د ماریوت هوټل د قرار دادي شرکت د ستونزې د روښانتیا لپاره خصوصي سازي عمومي ریاست ته لارښوونه وشوه ترڅو د امریکې له سفارت څخه د پروژې په تړاو بشپړ معلومات راټول او د معلوماتو د ارزونې او مطالعې وروسته د یادې ستونزې په اړه پریکړه وشي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۶
Background image

په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي شیلټر پروژې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال ووایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د ایبک ښار د ترانسپورټ ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د جوړېدو له. . .

BACK TO NEWS