کندهار کې د دوه روغتیايي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۷:۴۵
قندهار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه د ولایت مقام حرام سرای ودانۍ او د دې ولایت په عینو مېنې ښارګوټي کې د درملو د کیفیت ټسټ ودانۍ جوړوي.

د ولایت مقام حرم سرای ودانۍ په ۶۰۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې د جوړېدو په حال کې ده. رغنیزې چارې یې تر دې مه له ۹۰ سلنې اوښتې او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د درملو د کیفیت ټسټ ودانۍ په ۱۳۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۹۴ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړېږي، چې نیږدې ۲۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي کلینیکونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، موزیمونو، کتابتونونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې خورا مهمه ونډه درلوده او د تولګټو تاسیساتو جوړول د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ ورځ 23 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۶
Background image

په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي شیلټر پروژې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال ووایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د ایبک ښار د ترانسپورټ ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د جوړېدو له. . .

BACK TO NEWS