کندوز ولايت کې له ۱۱۷۷ جريبو څخه زیاته دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۱ - ۹:۲۱
کندز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت له غاصبينو څخه د ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل د کندوز ولايت په خان‌اباد ولسوالۍ کې ۱۱۷۷ جريبه غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.

دا ځمکه چې د کندز ولايت د خان‌اباد ولسوالۍ په بېلابېلو قريو کې موقعيت لري، له څو کلونو راهېسې د ځايي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کندوز ولايت کې په ټوليز ډول تر اوسه ۱۵۳۳ جريبه دولتي ځمکه د ځایي زورواکو له منګولو خلاصه کړې او له دې ځمکې څخه يې د موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه هم برابره کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست اړوند د تخلفاتو د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت آمریتونو تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښار د ماسترپلان د بیاکتنې او ښاري پراختیا په تړاو ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین، شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت له محترم والي شیخ نور احمد اسلام ‌جار سره لیدنه وکړه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

د غزني ولایت په حکیم صاحب سنایي ښاګوټي کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسیدګي ټیم له لوري د حکیم صاحب سنایي (رح) ښارګوټي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت