د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۶
اوولسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست اړوند د تخلفاتو د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت آمریتونو تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې تعقیبي ساحوي څارنه ترسره شوه.

د معلوماتو له مخې، په مخکینۍ څارنه کې د غیرقانوني ساختماني فعالیتونو مالکینو او متصرفینو ته تر ۶ حمل ۱۴۰۵ نېټې پورې مهلت ورکړل شوی و، څو د ساحو د تخلیې، پاک‌کارۍ او اصلاح په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

په یاده ساحه کې د سرای شمالي له سړک څخه د خیرخانې کوتل پورې، یو شمېر دوکانونه، ورکشاپونه، رستورانتونه او نور تجارتي او صنعتي فعالیتونو سربېره پر ځینو خپلسرو جوړونو، د پلې لارو، عامه سړک، شنو او عامه المنفعه ساحو په حریم کې جوړ شوي وو، چې د مخکینۍ څارنې پر مهال یې د درولو او ارزونې اقدام شوی و.

په وروستۍ څارنه کې، تخنیکي ټیمونو یو ځل بیا یادې ساحې وکتلې او اړوندو مالکینو او متصرفینو ته یې لازمې سپارښتنې او عامه پوهاوی وړاندې کړ، تر څو د پاتې مودې په جریان کې غیرقانوني جوړونه پاکه، عامه او شنې ساحې تخلیه او د ښاري اصولو سره سم اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه ټینګار وشو، چې که ټاکل شوې موده کې د ورکړل شوو لارښوونو عملي کېدل یقیني نه شي، نو پر سرغړونکو به قانوني اقدامات، د فعالیتونو بندول او نور لازم اجراآت عملي شي.

دا څارنه د دې لپاره ترسره شوه، چې ښاري نظم تأمین، په عامه او شنو ساحو کې د غیرقانوني تصرفاتو مخه ونیول شي او د ښار جوړونې قوانین او مقررات په سمه توګه تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت