کندز ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوي په موخه د ښار له بېلا بېلو ناحیو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۸
.

۱۴۴۷/۰۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، اړوند مسلکي او تخنیکي ټیم یې د کندز ښار بېلابېلو ناحیو څخه څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د ښاري تخلفاتو د څار او مخنیوي ټیم د کندز ښار له څو ناحیو څخه لیدنه وکړه، څو د استوګنیزو او سوداګریزو سیمو د تفکیک، د سړکونو د حریم رعایت او د سرغړونو مخنیوي په موخه ارزونه ترسره کړي.

نوموړی وایي، د څار په لړ کې معلومه شوه، چې یو شمېر ودانۍ له تصویب شوو پلانونو پرته، په خپل سري ډول جوړېږي.

ښاغلي مولوي عبدالمنان حقاني زیاته کړه، د ښاري سرغړونو د څار او مخنیوي ټیم یې ژر تر ژره یادې چارې ځنډولي او د ودانیو خاوندانو ته یې سپارښتنه وکړه، څو د قانوني پلانونو مطابق خپلې چارې تنظیم او پرمخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ښار جوړولو له رسمي پلانونو او اصولو څخه سرغړونه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي، چې له دغه وزارت سره بشپړه همکاري وکړي او د ښاري پراختیا او مسکن برخو کې له خپلسریو ډډه وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۸
Background image

کندز ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوي په موخه د ښار له بېلا بېلو ناحیو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، اړوند مسلکي او تخنیکي ټیم یې د کندز ښار بېلابېلو ناحیو څخه څارنه وکړه.

ښاغل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

سرپُل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوي په موخه لومړۍ ناحیه کې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، اړوند مسلکي او تخنیکي ټیم یې د سرپُل ښار په لومړۍ ناحیه کې له خپلسریو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS