ښار جوړولو و ځمکو سرپرست وزیر د مالي او اداري معینیت د کړنو رپوټ استماع وکړ

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۹:۱۳
 محترم محمود کرزي

ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د وزارت معینانو په ګډون په یوه استماعیه غونډه کې د مالي او اداري معینیت د وروستي یو کال مالي او اداري کړنو، وزارت پورې د اړوندو پروژو مالي مسایلو په اړه د کړنو رپوټ واورېده.

په لومړي سر کې مالی او اداري معینې اغلې خاطرې سادات وویل، ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵٫۶ مېلیارډه افغانۍ انکشافي او ۱٫۲ مېلیارډه افغانۍ عادي بودجه لري. مالي او اداري معینې دغه راز په بهرنیو مرستو ولاړو پروژو لکه د کابل دارالامان په نیله باغ سیمه کې د چین په ۷۱ مېلیونه ډالرو د ۱۴۰۰ استوګنیزو واحدونو پروژې او ننګرهار کې د هند په ۲۷ مېلیونه ډالرو د قاسم اباد ښارګوټي پروژې په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.

اغلې سادات همدارنګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ښارونو پراختیا پروژې (UDSP) او د ځمکوالۍ چارو مدیریت سیسټم پروژې (ALASP) په یادونې زیاته کړه چې دا دواړه د نړیوال بانک په مرسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې تر ټولو سترې پروژې دي. نوموړې همدا راز وویل، ښار جوړولو او ځمکو وزارت تېر کال له ټاکل شوي اندازې څخه زیاته اندازه عواید یې د دولت بودجې ته ترلاسه کړي دي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر تدارکاتي چارو ته په اشارې وویل، د ټولو ساختماني پروژو تدارکاتي چارې باید په شفاف ډول ترسره شي. محترم محمود کرزي دغه راز یادونه وکړه چې د وزارت او ملي تدارکاتو ادارې کې د ساختماني پروژو تدارکاتي پړاوونو کې ځنډ د پروژو تطبیق لړۍ ټکنۍ کړی ده او اړتیا ده چې ورته حل لارې وموندل شي.

نوموړي وویل، پر یوې داسې طرحې کار وشي چې په تدارکاتي چارو کې په ولایتونو کې دویم واحدونه د صلاحیت څښتن شي، خو ټولو چارې تر جدي څار لاندې او د پروسو په رالنډولو سره سم پر مخ ولاړې شي.

ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام کې په ټینګار سره وویل، دا وزارت د دولت په جوړښت کې عایداتي بنسټ دی او د عوایدو لا ډېروالي لپاره اړتیا ده چې هر راز خدمتونه لکه د ځمکو تثبیت، تصفیې، ډیزاین او مهندسې غوندې دغه شان نورې چارې د ټاکلي بیې په مقابل کې ترسره شي، څو له مالي اړخه د پروژو په تطبیق کې هېڅ راز خنډ منځ ته رانه‌شي.

محترم محمود کرزي د وزارت تشکیلاتو اصلاح په موخه مالي او اداري معینیت ته دنده هم وسپارله چې د ټولو نورو معینیتونو سره په ګډه پر تشکیلاتو بیا کتنه وکړي.

ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، تر دې وروسته دې ټول خالي بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له لارې اعلان ته وسپارل شي.

محترم محمود کرزي په پای کې د پروژو په تطبیق کې له کورنیو ظرفیتونو پر استفادې ټینګار ترڅنګ زیاته کړه چې تر دې وروسته ټولې اړوندې چارې دې چټکې، څو په لنډه موده کې له هغو مثبته پایله ترلاسه شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

په پروان کې د ۳۰ متري سړک د موازي کرښو د تثبیت لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د مرکز اړوند، د پوهنتون له درې‌لارې څخه تر هوفیانو پورې د ۳۰ متري سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۶
Background image

په میمنه ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د میمنې ښار په بېلابېلو ناحیو کې د تازه جوړېدونکو ودانیو څارنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۴
Background image

په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت