چمتو یو چې د مسکن په برخه کې سل میلیون ډالر پانګونه وکړو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۵۹
چينایي پانګوال

۹/۱۱/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا مرستیال محترم الحاج محمد اسماعیل فائز، په خپل کاري دفتر کې له چینایي پانګوالو سره ولیدل.

په دې غونډه کې، چې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو هم پکې ګډون درلود، چینایي پانګه وال لینبو چو وویل، موږ له څه مودې راهیسې په افغانستان کې یو او غواړو چې په دې هېواد کې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړو.

نوموړي زیاته کړه، موږ هیله لرو چې د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلین به پدې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، که چیرې د کورونو جوړولو لپاره ځمکه وپیژندل شي، موږ چمتو یو چې (۱۰۰) سل میلیونه امریکايي ډالر پانګونه وکړو.

ورپسې، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا مرستیال فائز، د هغوی د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، افغانستان په مختلفو برخو کې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته اړتیا لري، او زموږ اړتیا د مسکن په برخه کې تر ټولو زیاته د پام وړ ده، او پدې برخه کې، موږ به ستاسو لپاره هر ډول همکارۍ ته اسانتیاوې برابرې کړو.

په پای کې، موافقه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به په دې موضوع په تفصیل سره بحث وشي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS