په پکتیکا کې څه باندې  ۳۲۳  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۸:۴۲
پکتیکا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د پکتیکا  ولایت اړوند سیمو په  ۱۳۴  قطعو کې  ۳۲۳  زره او ۸۵۳  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۳۱۷۷۴۸  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۶۱۰۵  جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت  پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د تخلفاتو مخنیوي، بیت المال خوندیتوب او د پلان پر بشپړ تطبیق خبرې وشوې

۱۴۴۷/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، او د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکن ودانیزو چارو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۱۵
Background image

د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ د د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق او ارزونې په موخه ځانګړې غونډه تر سره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

په میدان وردک کې د پوهنتون د سړک له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

 د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د میدان وردک پوهنتون د سړک او سیلبر له چارو څارنه وشوه.. . .

BACK TO NEWS