په هلمند کې د افغان پست امارتي شرکت له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د افغان پست امارتي شرکت له رغنیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي ناظم وویل، په ساحه کې د ساختمان بیروني رنکمالي او د ساحې پاک کاري روانه وه.
د نوموړي په خبره، د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د رنګمالي مخکې دې دیوالونه پاک شي، کارونه باید د احجام مطابق تر سره شي او د کاریګرو محافظت دې په نظر کې ونیول شي.