په میدان وردګ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان تطبیق پيل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۳۳
وردګ

۱۴۴۷/۵/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د میدان وردګ ولایت د ديپاک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مهاجرینو د ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق په موخه د کرښو وېستل او عملي چارې پیل کړې.

ښاغلی حافظ لطیف وایي، دغه ښارګوټی چې د ۷۹۹ جریبه ځمکې په مساحت کې طرحه شوی، د اړمنو کورنیو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه جوړېږي.

نوموړی وایي، په دې ښارګوټي کې ټولې ۹۰۵ استوګنیزې نمرې ترتیب شوې دي چې د شاوخوا ۹۰۵۰ کسانو د استوګنې وړتیا لري.

د معلوماتو له مخې، د ښارګوټي پلان د اساسي خدمتونو، بنسټیزو تأسیساتو او د ژوند ټولنیزو اړتیاوو ته په پام سره ترتیب شوی، څو د بېرته راستانه شویو اړمنو کورنیو لپاره یو منظم، معیاري او د دوام وړ استوګنځای رامنځته شي.

د یاد ښارګوټي د عملي کارونو پيل د کور او ښار جوړولو وزارت د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د اړمنو مهاجرو کورنیو د ژوند باثباته کول او د هغوی لپاره د مناسب استوګن ځای برابرول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت