په لغمان ولایت کې ۱۶۶۶۶۸ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۰ - ۸:۵۴
لغمان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په لغمان ولایت کې ۱۶۶۶۶۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۳۱۰ قطعو کې چې ۱۵۱۳۶۵ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۱۵۳۰۳ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۴۷
Background image

ننګرهار کې د هډې فارم مکروریان ښارګوټي تخنیکي ارزونه روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت له مخې، یو تخنیکي هیأت ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

یاد تخنیکي هیأت په ننګرهار کې د هډې فارم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت