په لغمان ولایت کې د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۸/۲۱
د لغمان ولایت د کوراوښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په بادپښ ولسوالۍ کې د ګډ هیئت په شتون کې د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي تیلوي وویل، د اندروړ کلي د روغتیايي کلینیک د تعمیرد دویم پوړ د قالبندۍ او د ساتونکو د خونې د خشتکارۍ چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښونې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت کې تر سره کړي.