په فراه ولایت کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۵
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي استقلال وویل، یاد مسجد شریف د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې دی،چې د دې ولایت د حج او اوقافو ریاست په غوښتنه یې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم یې له ودانیزو چارو څارنه کوي.
د نوموړي په خبره دمګړۍ د دې مسجد شریف د اودسونو، او سپتیک څاه له چارو څارنه تر سره شوه، قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو د دې مسجد شریف ودانیزې چارې په مسلکي او معیاري ډول سرته و رسوي.