په فراه ولایت کې د زرو کورنیو لپاره د استطاعت وړ ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۲:۵۳
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی په ولسي جرګه کې د فراه ولایت د خلکو له استازو محترم ډاکټر همایون شهیدزاده، محترم عبدالغفار آرمان، محترم عبدالستار حسیني، محترم نصیر احمد فراهي، محترم عبدالعظیم کبرزاني، محترم شاپور پوپل او محترمه بلقیس روشن سره په کتنه کې د زرو کورنیو لپاره د استطاعت وړ ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ.

د غونډې په پیل کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل د یاد تفصیلي پلان په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دا پلان د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې سره سم د فراه ولایت د سیلاب ځپلو وګړو د مېشتېدنې لپاره جوړ شوی دی.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د یاد پلان ترتیب او منظوري یې د جلالتماب جمهور رئیس د ژمنې د عملي کولو لپاره خورا مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دې پلان په تطبیق سره به د سیلاب ځپلو خلکو د مېشتېدو ستونزه حل شي.

همدارنګه، په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له حسن نیت او بیدریغه همکارۍ مننه او قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې پلان په تطبیق سره به د فراه ولایت د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند کې پام وړ بدلون رامنځته شي.

د زرو کورنیو لپاره د استطاعت وړ ښارګوټي تفصیلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا جوړ شوی چې په دې پلان کې د ۱۰۰۰ استوګنیزو نمرو سربېره خدماتي، تجارتي او صنعتي، تفریحي او شنې سمې او همدارنګه د اوبو زېرمې، سړکونه او پلې لارې شامل دي او ټاکل شوې چې یاد ښارګوټی به د فراه ولایت په جنوب شرقي سیمه کې پر ۳۲۷ جریبه ځمکه جوړ شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مهندسی او انجنیری ستندردونو او اساسي معیارونو ته په کتو په دې پلان کې ۳۸ سلنه استوګنیزې سیمې، ۱۲ سلنه خدماتي سیمې، ۵ سلنه تجارتي او صنعتي سیمې، ۱۱ سلنه تفریحي او شنې سیمې، ۱ سلنه د اوبو زېرمې او ۳۱ سلنه سیمه د سړکونو او پلې لارې لپاره په پام کې نیولي دي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ ورځ 23 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۶
Background image

په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۱۶
Background image

په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي شیلټر پروژې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال ووایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د شیلټر پروژې د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د ایبک ښار د ترانسپورټ ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د جوړېدو له. . .

BACK TO NEWS