په فاریاب کې څه باندې ۱۷۵ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۹:۳۸
فاریاب

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال  فاریاب ولایت په اړوندو سېمو کې ۱۷۲ قطعو کې ۱۷۵۹۶۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت او سروې کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۶۶۶۶۸ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۲۹۴ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو  ولسوالیو کې ثبت او سروې شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۲۴
Background image

د پنجشیر ولایت د زندان له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۵

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د زندان د ودانیزو تعمیرونو د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۸:۵۳
Background image

د پراختیايي شرکتونو له لوري، په نوي کابل ښار کې د ابادۍ او پرمختګ چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۷/۱۱/۵

نوی کابل ښار چې د سیمې په کچه یوه بې سارې پروژه ده، د عملي کېدو او پرمختګ په حال کې ده.

دمګړۍ په دغه پروژه کې شاوخوا پنځه ودانیز شرکتونه فعالیت کوي، چې په بېلا بېلو برخو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د اطلاعاتو او کلتړر ریاست دمسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت