په غزني ولایت کې ښاري سرغړونه په نښه او مخنیوی یې وشو

۱۴۴۷/۳/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د کابل سربېره په غزني ولایت کې هم د له ښاري تخلفاتو د مخنیوي چارې پیل کړي دي، څو منظمې ښاري ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.
له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غزني ښار د درېیم پلان له انکشافي ساحې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، د څارنې په مهال معلومه شوه، چې د غزني ښار د درېیم پلان په انکشافي ساحه کې د سیند په حریم کې یوه ودانۍ جوړېږي، چې دا چاره د پلان خلاف عمل دی.
نوموړی وایي، په تړاو یې د غزني ښار ښاروالۍ ته خبر ورکړل شو او غوښتنه ترې وشوه چې د یادې چارې مخالفت وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سالمې ښاري پراختیا، قانوني جوړښت او د خلکو د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره، له هېڅ ډول هڅې دریغ نه کوي.