په شبرغان ښار کې د خپل سرو هستوګنیزو کورونو او سوداګریزو ودانیو تثبیت وشو
۱۴۴۴/۳/۶
د جوزجان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د خپل سرو هستوګنیزو کورونو او سوداګریز مارکیټونه په شبرغان ښار کې تثبیت کړل.
په ځینو سیمو کې هستوګنیز کورونه په دوکانونو او تجارتي مارکیټونو بدل شوی او په ځینو سیمو کې سوداګریز ځایونه په هستوګنیزو کورونو تبدیل شوي ول او په ځینو ناحییو کې شنو سیمو کې کورونه جوړ شوي ول.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې اړه د ښار اړوند د خپل سرو ودانیو د مخنیوي لپاره په هر ولایت کې یو کمیسیون جوړ کړی تر څو د تعدیلاتو او خپل سرو ودانیو مخه ونیسي
