په سرپل ولایت کې د افغانستان بانک د میلمستون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۷
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نورزاد وايي، د دې ریاست د مسلکي ټيم لخوا د افغانستان بانک اړوند د یو میلمستون له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي نورزاد وویل، په سرپل ولایت کې د افغانستان بانک د مدیریت د میلمستون لپاره ساحه معلومه شوه چې دمګړۍ هلته د سپلونو، سنګکارۍ اونورې ودانیزې چارې روانې دي چې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا یې ودانیزې چارې څارل کیږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د ادارو لپاره د تعمیرونو نقشې ډیزاین کوي وروسته یې دوی ته اختیار کې ور کوي.