په زابل ولایت کې د ولایتي روغتون د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۰
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق او نظارت تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال ولیدل شول چې د یادې ودانۍ د پایو د راپورته کولو (ستنو) چارې د منظور شوو تخنیکي نقشو او پلانونو له مخې په منظم ډول روانې دي.
د څارنې ټیم د پروژې د کیفیت د لا ښه والي، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د چارو د اغېزمن تطبیق په موخه، قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ودانیزو چارو ټول پړاوونه باید د نافذه تخنیکي معیارونو، قرارداد او ټاکلي مهالویش سره سم ترسره شي.
د ودانیزوو پروژو دوامداره څارنه د دې لامل کېږي چې چارې د منظور شوو تخنیکي معیارونو، ټاکلي مهالویش او لوړ کیفیت له مخې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
