په بامیان ښار کې ۱۶۳۳ د ملکیت سندونه توزیع شول

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۸:۴۷
بامیان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په دوام کې، په دې وروستیو کې د بامیان ښار غیر رسمي سیمو اوسېدونکو ته 1633 د ملکیت سندونه توزیع کړي.

د غیر رسمي سیمو د ثبت لړۍ له دوو کلونو را پدې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې جریان لري او تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي او د دې سیمو اوسېدونکو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه، یو میلیون کورونه ثبت کړي او ۱۳۰ غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۴۷
Background image

فراه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

 

۱۴۴۷/۰۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست  محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د ښاري سرغړونو د تخنیکي ټيم لخوا د فراه ښار د بیلابیلو ناحیو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د لغمان ولایت د مهترلام ښار په R5 تفصیلي پلان کې د ښاري سرغړونو پر ضد نظارت او اقدام وشو

۱۴۴۷/۲/۱۷

 د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ښاري سرغړونو د مسلکي ټیم د لغمان ولایت د مهترلام ښار د R5 تفصیلي پلان په ساحه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردک ولایت په توسعوي ښارګوټي کې د پلان خلاف کارونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخنیکي ټیم له لوري د میدان وردګ ولایت په توسعوي ښارګوټي کې د ښاري پلان خلاف د کارونو. . .

BACK TO NEWS