د میدان وردک ولایت په توسعوي ښارګوټي کې د پلان خلاف کارونو مخه ونیول شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۹
wardak

۱۴۴۷/۰۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخنیکي ټیم له لوري د میدان وردګ ولایت په توسعوي ښارګوټي کې د ښاري پلان خلاف د کارونو مخه ونیول شوه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، یاد ټیم د  ښارګوټي له ساحې څخه لیدنه وکړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې په تفصیلي پلان کې د (۵) نمبر کود په ساحه کې، چې د هوټل لپاره ځانګړې شوې وه، پخوا څو ځله سرغړونې شوې وې.

هغه زیاته کړه، اوس یو ځل بیا د پلان خلاف په دغه ساحه کې د یوې استوګنیزې نمرې د سنګ کارۍ چارې پیل شوې وې، چې د تخنیکي ټیم له لوري ورته قانوني اقدام وشو.

د یادولو ده، ښاري تخلفات د ښار د غیرې منظموالي لپاره جدي خنډونه دي چې د قانوني څارنې او عامه پوهاوي له لارې یې مخنیوی کېږي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۵۸
Background image

بامیان ولایت کې د مهاجرو ښارګوټی پرانیستل شو

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، او د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د بامیان ولایت محترم والي مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چخانسور ولسوالۍ د جامع مسجد شریف د له ودانیزو چار څارنه او. . .

BACK TO NEWS