په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
بامیان

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې پیل کړه.

یاده سروې د تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په کارولو ترسره کېږي، چې موخه یې د سیمې منظم تنظیم، د ښاري زیربناوو پراختیا او اوسېدونکو ته د معیاري ښاري خدمتونو او اسانتیاوو برابرول دي.

د مسؤلینو په وینا، دغه سروې د اسلامي امارت د رهبرۍ د شلمې ګڼې فرمان د تطبیق په چوکاټ کې ترسره کېږي، څو د یادې سیمې لپاره یو منظم او معیاري رغنیز پلان ترتیب او عملي شي.

همداراز، د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انکشافي او ښاري پروژو د تطبیق په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو له همکارۍ مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې ورته زیربنایي او ښاري پروګرامونه به د بامیان ښار په نورو سیمو کې هم دوام ومومي.

توپوګرافي سروې د ښاري پلان جوړونې او زیربنایي پراختیا له مهمو لومړنیو پړاوونو څخه ګڼل کېږي، چې د معیاري ښاري خدماتو، منظمې ودانیزې پراختیا او متوازن ښاري ودې لپاره اساسي تخنیکي معلومات برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۵۱
Background image

د تاریخي ابداتو او باستاني سیمو د تثبیت په موخه زنده‌جان او غوریان ولسوالیو ته سفر ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هرات ولایت د زنده‌جان او غوریان ولسوالیو ته د تاریخي آبداتو او باستاني سیمو د تثبیت، ثبت او ارزونې په موخه رسمي سفر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۸
Background image

په فراه ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د باغ پل ساحه وڅېړل شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار اړوند د باغ پل ساحه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوه.

یاده ارزونه د دې لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا چارې په پنځه بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي او د بنسټیزو پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق جدي څارنه هم دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په هڅو او د لازمو اسانتیاوو او زمینې برابرولو سره، دا مهال د نوي کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت