د نوي کابل ښار د پراختیا چارې په پنځه بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي او د بنسټیزو پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق جدي څارنه هم دوام لري

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۹
کابل جدید

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په هڅو او د لازمو اسانتیاوو او زمینې برابرولو سره، دا مهال د نوي کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا پنځه پراختیایي شرکتونه په فعاله توګه د بنسټیزو او عمراني پروژو پر تطبیق بوخت دي.

د دغو پروژو موخه د یوه عصري، معیاري او دوامدار ښاري چاپېریال رامنځته کول دي، څو د راتلونکو نسلونو لپاره د استوګنې، سوداګرۍ او ښاري خدماتو مناسب فرصتونه برابر شي.

د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست تر چتر لاندې تخنیکي او مسلکي ټیمونه، انجنیران او د اړوندو ریاستونو مسؤلین په دوامداره توګه د روانو پروژو له ساحو څخه لیدنې او تخنیکي څارنې ترسره کوي.

دغه څارنې د دې لپاره دي چې ټولې چارې د منظور شوو پلانونو، تخنیکي معیارونو او رسمي نقشو مطابق پرمخ لاړې شي او د غیر پلاني ودې، ناقانونه ساختماني فعالیتونو او تخنیکي سرغړونو مخنیوی وشي.

وسمهال په نوی کابل ښار کې د سړکونو د شبکو جوړول، د اوبو رسونې او فاضله اوبو د مدیریت سیسټمونو طرح او تطبیق، د برېښنا د لېږد او توزیع شبکو جوړول، د استوګنیزو او سوداګریزو زونونو د بنسټیزو خدمتونو برابرول او د عامه تأسیساتو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست ټینګار کوي چې د ټولو پروژو تطبیق به د منظور شوو تخنیکي اسنادو، انجنیري معیارونو او ملي پراختیایي پالیسۍ له مخې ترسره شي.

یاد ریاست ژمن دی چې د معیاري زیربناوو په رامنځته کولو سره به د نوي کابل ښار د ابادۍ، اقتصادي ودې او ښاري پرمختګ بهیر لا چټک او اغېزمن کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل –. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

د زابل ولایت د شاه ‌جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د شاه‌ جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۸:۵۱
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او قانوني اسنادو د ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي ټیمونو، د خپلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت