هلمند کې د بولان BHC روغتیايي کلینیک رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۸:۴۰
هلمند

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د بولان BHC روغتیايي مرکز رغنیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې کړي دي.

دا روغتیايي مرکز په ۲۰۸ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۴۷
Background image

ننګرهار کې د هډې فارم مکروریان ښارګوټي تخنیکي ارزونه روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت له مخې، یو تخنیکي هیأت ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

یاد تخنیکي هیأت په ننګرهار کې د هډې فارم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت