محترم محمود کرزی: هېڅ ډول خنډ او ځنډ د رغنیزو پروژو د تطبیق پر وړاندې د منلو نه‌دی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۸:۶
کابل

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي، د سرحداتو او قبایلو چارو سرپرست وزیر محترم محب الله صمیم او د پکتیکا ولایت دسلیمانخیلو قومي مشر محترم محمود خان سلیمانخیل سره په کتنه کې په پکتیکا ولایت کې د ساختماني پروژو په تطبیق بحث او خبرې وکړې.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا ولایت د سلیمانخیلو قومي مشر محترم محمود خان سلیمانخیل په دې ولایت کې د رغنیزو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل څو د ساختماني پروژو په تطبیق او پر وړاندې یې د شته خنډونو د لمنځه وړولو، متاقضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال، د دولتي ځمکو حقوقي ستونزو او همداراز د دې ولایت لپاره د پلان شویو پروژو د تطبیق په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.
ورپسې د سرحداتو او قبایلو چارو سرپرست وزیر محترم محب الله صمیم د هېواد په ابادۍ کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کړنې د پام وړ وبللې او ډاډ یې څرګند کړ چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په ولایتونو کې د دولتي ځمکو د حقوقي ستونزو د حل په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
په همدې ترتیب، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي په هېواد کې پر متوازن انکشاف د ټینګار ترڅنګ وویل چې ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په سلګونه رغنیزې پروژې تر کار لاندې لري او پر وړاندې یې هیڅ ډول خنډ او ځنډ ورته د منلو وړ نه دی.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د رغنیزو پروژو د تطبیق په برخه کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او اړونده مسولینو ته یې هدایت ورکړ څو په پکتیکا ولایت د رغنیزو پروژو پر وړاندې شته ستونزې ژر حل او د یوشمېر نورو رغنیزو پروژو تطبیق ته دې هم زمینه سازي وکړي.
په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي او د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرت وزیر محترم محب الله صمیم د دواړو وزاتونو ترمنځ په همغږئ او ګډ کار ټینګار وکړ.
###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت