محترم محمود کرزی: د نوي کابل ښار جوړونه د وزارت مهم لومړیتوب دی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۳:۰
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی نن وروسته له غرمې له یو شمېر مرستیالانو، رئیسانو، انجنیرانو او د ځمکې د تصفیې له کارکوونکو سره وکتل.

په دې کتنه کې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر، د نوي کابل ښار په تړاو د ځمکې د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت چارې تر ارزونې لاندې ونیولې.

ورپسې، د ځمکو د تصفیې کارکوونکو خپل کاري ریپوټ وړاندې کړ او د کابل ولایت په ده سبز سیمه کې د ۲۰ زره جریبه ځمکې د تصفیې خبر ورکړ.

محترم محمود کرزی، د نیوي کابل ښار جوړونه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو یاد کړ او اړونده څانګې ته لارښوونه وکړه ترڅو پر تصفیه شوي ځمکې د توپوګرافي چارې ژر پیل کړي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر په نوي کابل ښار کې د لوړو انجنیري او مهندسي معیارونو په پام کې نیولو سربېره ټینګار وکړ چې د نوي کابل ښار په جوړونه کې به له نوي او قدیمي معماري سبکونو څخه استفاده وشي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ ورځ 21 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د ایبک ښار د ترانسپورټ ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د جوړېدو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۰
Background image

په سمنګان کې د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو کارونه ۸۵ سلنه بشپړ شوي

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو له روانو چارو څخه د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري کلینیک ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري روغتیایي کلینیک د جوړېدو له پروژې څخه. . .

BACK TO NEWS