فاریاب کې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د حکومت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد پر مهال دا ځل د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه لېږدولې ده.
یاده ځمکه په دولتي او عامه ځمکو بانک کې ثبت وه چې د امام بخاري ښارګوټې د جوړېدو په موخه د دې ولایت د کار، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولت سکټوري ادارو ته د سپینو دولتي ځمکو په لېږد سره د پرمختیايي پروژو پلي کېدل او خلکو ته د عامه خدمات وړاندې کول چټکوي.