فاریاب کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۹/۷
فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ محترم ریاست اړوند د یو باب مسجد شریف د جوړولو له پروژې ساحوي څارنه ترسره کړه.
د ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې چارې د منظور شوې نقشې او انجنيري معیارونو سره سمې پر مخ روانې دي.
فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم وایي، تر دې مهاله نږدې ۴۸ سلنه کار بشپړ شوی دی او پاتې چارې تر کار لاندې دي.
د یادې پروژې په تړاو قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو پاتې چارې هم د نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق سرته ورسوي.
همدارنګه ټینګار وشو چې د کار په هر پړاو کې دې نظارتي انجنیرانو سره همغږۍ لا پیاوړې شي او هغوی دې په جریان کې وساتل شي.
دغه نظارت د معیاري ساختماني چارو د تضمین او د عامه پروژو د شفاف او دقیق تطبیق په موخه ترسره شوی دی.
