سرپل ولایت کې د یوې پروژې د جوړولو براورد ترسره شو

۱۴۴۶/۰۹/۰۲
سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یوې تحصیلي مؤسسې د پروژې براورد ترسره کړ.
ښاغلی داملا نوراني وایي، دغه پروژه د سرپل ولایت د تحصیلي مؤسسې مخې ته د غځېدلي سړک او لارو جوړول دي چې، لومړنی براورد یې ترسره شو.
نوموړی وایي، د براورد د ترسره کېدو وروسته ساحه له نږدې وکتل شوه، د چارو حجم اندازه ګیري وشوه چې، د ټولو جزیاتو سره سم به مقابل لوري ته وسپارل شي.
دغه راز، ټاکل شوې چې له عملي چارو یې څارنه هم وشي تر څو ټولې چارې د شرطپاڼې مطابق سرته ورسېږي.