راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر له ۶۵ زرو واوښت
۱۴۴۸/۲/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ دوام لري.
د تیرې دوشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې له زر څخه ډېرو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
په ننګرهار ولایت کې ۶۹۳، په پکتیکا ولایت کې ۱۰۸، په نیمروز ولایت کې ۱۱۲، په فاریاب ولایت کې ۱۵۰ او په بامیان ولایت کې ۱۰۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.
د یادو شمېرو له مخې، یوازې د همدې ورځې په جریان کې ټولې ۱۱۶۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي، او دا لړۍ لا هم په منظم او چټک ډول روانه ده.
د یادونې وړ ده، چې د استوګنیزو ځمکو د وېش پروسه د راستنو شویو مهاجرو کورنیو د دایمي مېشتېدنې، ټولنیز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په موخه پر مخ وړل کېږي، ترڅو هغوی وکولای شي په خپل هېواد کې په مناسب چاپېریال کې خپل ژوند له سره پیل کړي.
