د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۴۴
کابل جدید

۱۴۴۸/۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې، د ښاري پراختیا د اړتیاوو د ارزونې او د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، ګډه تخنیکي ناسته وشوه.

دغه ناسته د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د کابل ښاروالۍ او د هېواد په کچه د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کې، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې د بهیر، د ښاري پراختیا د اړتیاوو، د ادارو د کاري مسئولیتونو او د پلان د اغېزمن تطبیق په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

 همدارنګه، د ګډونوالو له خوا د خپلو ادارو اړوند شته کاري ستونزې، اړتیاوې او تخنیکي وړاندیزونه شریک شول، ترڅو د کابل ښار د ماسټر پلان په بیاکتنه کې د ټولو سکټورونو اړتیاوې او غوښتنې په هر اړخیز ډول په پام کې ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح وویل، د کابل ښار د ماسټر پلان بیاکتنه باید د یو منظم، سیستماتیک او څو سکتوري مېتود له مخې ترسره شي، څو د ښار د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو، د نفوسو ودې، اقتصادي پراختیا، بنسټیزو خدمتونو، ترانسپورتي شبکو او چاپېریالي ملاحظاتو ته په کتو هر اړخیز، پر واقعیت ولاړ او د عملي کېدو وړ ماسټر پلان چمتو شي.

ښاغلي مولوي ناصح ټینګار وکړ، چې د کابل ښار د ماسټر پلان بریالیتوب هغه وخت تضمینېدای شي څو ټولې اړوندې ادارې خپلې ستونزې، اړتیاوې او تخنیکي لیدلوري د ګډې همغږۍ له لارې شریک کړي او د پلان د چمتو کولو او عملي کېدو په ټولو پړاوونو کې فعاله ونډه واخلي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې ټولې اړوندې ادارې به د خپلو کاري مسئولیتونو له مخې تخنیکي ارزونې، اړتیاوې او وړاندیزونه د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړي، ترڅو د کابل ښار ماسټر پلان د ریاسة‌الوزراء محترم عالي مقام د هدایت په رڼا کې، د ټولو سکتورونو په همغږۍ، د علمي او تخنیکي معیارونو پر بنسټ بیا وکتل شي او د تطبیق لپاره یې ګډ او عملي مېکانېزم رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د برکي برک ولسوالۍ له څلورلارې څخه تر شیخ‌ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او انجینري ټیم د برکي برک ولسوالۍ له څلورلارې څخه تر شیخ‌ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۸
Background image

د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې پراختیايي ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې پراختیايي ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ښار د استقلال ښارګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو د پاتې چارو له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د عمومي ریاست اړوند، د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار اتمې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت