د برکي برک ولسوالۍ له څلورلارې څخه تر شیخ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۱۹
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او انجینري ټیم د برکي برک ولسوالۍ له څلورلارې څخه تر شیخ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د پروژې د بېلابېلو برخو د تطبیق بهیر د تخنیکي معیارونو له مخې وارزول شو، د یاد سړک د جوړولو چارې تر اوسه ۱۵ سلنه فزیکي پرمختګ لري.
یاد سړک ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړولو ټولیز لګښت یې ۱۰۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی. د پروژې مالي لګښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له پراختیايي بودجې څخه تمویلېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دې سړک په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ اسانتیاوې پراخې، سیمه ییزې اړیکې به پیاوړې او د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره به مناسب فرصتونه برابر شي.
