د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر له ښاریانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه ولیدل
1444/04/13
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د لیدنو په لړ کې د څو ولایتونو له وګړو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه وکتل.
ښاریانو له محترم سرپرست وزیر نه مننه وکړه چې د مصروفیتونو سره سره بیا هم د ښاریانو ستونزې اوري او دوی ته د لیدو وخت ور کوي او د ستونزو په حل کې ور سره مرسته کوي.
دوی د خپلو سیمو د حالت په اړه وویل او همدارنګه یې خپلې عریضې د محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني سره شریکې کړې.
د کور او ښار جوړولو سر پرست وزیر وویل، داسې ملاقاتونه د ښاریانو ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه کوي او مسولین د ښاریانو ستونزو ته د حل موخه هڅې کوي.
