د کابل ښار د شبکو له چارو جدي څار پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۵
کابل

۱۴۴۶/۰۶/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، کابل ښار کې یې د ښاري شبکو له چارو جدي څار پیل کړ، تر څو چارې معیاري او د پلان مطابق سرته ورسېږي.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، تخنیکي او مسلکي انجنیران یې په کابل ښار کې له دهمزنګ تر کوټه سنګي د غځېدلي سړک له چارو د نظارت او څرنګوالي په موخه واستول.

نوموړی وایي، یاده چاره یې د درېیمې محترمې ناحیې په همغږۍ ترسره کړه او د جوړېدونکي سړک ارزونه او څارنه یې وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام له لوري د دغه وزارت اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست مؤظف ګرځول شوی، تر څو په کابل کې د ښاري پلانونو او د سړکونو جامع پلان د تطبیق له څرنګوالي ډاډ ترلاسه کړي.

د دغه وزارت تخنیکي او مسلکي انجنیران د منل شوو ملي او نړیوالو معیارونو او ستنډردونو په پام کې نیولو سره د کابل ښار له جوړېدونکو سړکونو څارنه کوي، تر څو چارې د پلان مطابق سرته ورسېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له دندو جوړېږي، چې له ټولو دولتي پروژو څارنه او ارزونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت