د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
کابل جدید

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په ساحه کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي پروژې څخه څارنه وکړه.

د دې څارنې موخه، د هغو تولیدي او صنعتي فابریکو د غیرپلاني او خپل‌سرو ودانیزو فعالیتونو مخنیوی و، چې د ودانیزو نقشو د منظورۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندو پړاوونو څخه یې بشپړ جواز نه و ترلاسه کړی او پرته له منظورۍ یې ودانیزې چارې روانې ساتلې وې.

د څارنې پر مهال، د نافذه قوانینو له مخې، د هر ډول غیرپلاني او بې‌جوازه ودانیزو فعالیتونو د دوام مخه ونیول شوه او اړوندې چارې ودرول شوې.

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست به د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په نورو ښارګوټو، استوګنیزو، سوداګریزو او صنعتي پروژو کې هم منظمې څارنې او تخنیکي ارزونې په دوامداره توګه ترسره کوي.

د دغو څارنو اساسي موخه، د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرپلاني او غیرمعیاري ودانیزو چارو مخنیوی، ودانیز کیفیت لوړول، د نافذه قوانینو او مقرراتو رعایت او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت