د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او اسکان د همغږۍ ریاستونو د مسؤلینو په ګډون، د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه د بحث او ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د سروبي د نوي ښار پر عمومي پلان بحث او د نظر تبادله وشوه، چې شاوخوا ۳۰ زره هکتاره ځمکه رانغاړي او د نږدې ۱.۵ میلیونه وګړو د مېشتېدو لپاره طرحه شوی دی.
ګډونوالو د یاد پلان د ښه والي او اغېزمن تطبیق په اړه خپل تخنیکي نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په غونډه کې ټینګار وشو، چې د سروبي نوی ښار د پانګونې لپاره یو له مهمو سیمو څخه دی او د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست هڅه کوي، چې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو په جلبولو سره دا سیمه د هېواد په یوه مهم اقتصادي مرکز بدله کړي.
