د ښار جوړولو او ځمکو وزیر په پنځمه ناحیه کې د ابن سینا فارمسي تصدۍ له ملکیت لیدنه وکړه
۱۴۴۳/۱۲/۲۵
د تېرې ناستې په تعقیب د ښار جوړولو او ځمکو محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت، کرنې او مالدارۍ وزارت، عامې روغتیا وزارت او ابن سینا فارمسي تصدۍ د استازو په ګډون د ابن سینا فارمسي تصدۍ د ځمکې د بدیل په تړاو ناسته وکړه او هغه اسناد چې په لومړنۍ ناسته کې د یو شمېر وزارتونو څخه راغوښتل شوي وو، په اړه یې پوښتنه وشوه.
دغه ناسته د ریاسة الوزرا د (۳۵۳) نمبر حکم پر اساس ترسره شوه چې څنګه کېدای شي د ابن سینا فارمسي تصدۍ د ځمکې بدیل ورکړل شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني هغه اسناد او مدارک کافي ونه بلل چې په اړه یې له ځینو وزارتونو څخه په لومړنۍ ناسته کې غوښتنه شوې وه.
د ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې ساحه باید له نږدې وکتل شي چې د چارو پرمختګ کچه معلومه او د چارو د په ټپه درېدو لامل هم څرګند شي.
د پرېکړې له مخې یاد پلاوي سیمه له نږدې ولیده او هلته یې د شته کسانو او ودانۍ په اړه ځینې معلومات ترلاسه کړل.
د افغانستان او ایران ترمنځ په (۱۳۸۲) لمریز کال کې د یوې هوکړې له مخې، د عامې روغتیا وزارت د کابل په پنځمه ناحیه کې د ابن سینا فارمسي تصدۍ ملکیت د ایران لوري ته په واک کې ورکړ، چې یو تشخیصیه روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري، چې له هغې ورځې تر دې دمه شپاړس (۱۶) کاله ووتل، خو روغتون لا ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی، تجهیزات نه دي راوړل شوي او نه هم د ابن سینا فارمسي تصدۍ د ځمکې بدیل ورکړل شوی دی.
اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ کار روان دی چې د ابن سینا فارمسي تصدۍ د ځمکې بدیل ورکړل شي او یاد روغتون مجهز او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
