د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ننګرهار له مرستیال والي سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۲:۴۵
تصور

۱۴۴۴/۰۲/۰۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني ننګرهار ته په رسمي سفر کې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي محمد رباني ناصح سره وکتل او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د ننګرهار مرستیال والي ښاغلي مولوي محمد رباني ناصح د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني او ورسره تخنیکي ټیم ته ښه راغلاست وویل او د پروژو وضعیت ارزونې په موخه یې ورسره ملتیا وکړه.

په هغه ناسته کې چې د ننګرهار ولایت په مقام کې وشوه، په ننګرهار کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند ټولګټو پروژو په اړه خبرې وشوې، چې څنګه کېدای شي په ټپه ولاړې پروژې بېرته پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ننګرهار ولایت اهمیت او اړتیا په کتو یادونه وکړه چې باید هر اړخیزه ښاري پراختیا او وده رامنځته شي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د ننګرهار مرستیال والي محترم مولوي محمد رباني ناصح وویل، په دغه ولایت کې به د ټولو رغنیزو او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره زمینه برابره کړي او دغه برخه کې به تر خپلې وسې او مسؤلیت همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د اسماعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه ووشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خوست ولایت د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د مشکوڼي سیمې د استنادي دیوال د پروژې، څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د امارتي ادارو د تعمیرونو ډیزاین شوې نقشې تائید شوې

۱۴۴۷/۰۷/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو ځانګړي کمېسیون خپله نوبتي ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د چهارباران ولسوالۍ د نوي جوړېدونکي اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو په ملتیا، د اړوندو رسمي مکتوبونو او احکامو پر بنسټ،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت