د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست دکابل ښاروال سره ولیدل
۱۴۴۴/۳/۹
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کابل له ښاروال محترم مولوي عبدالرشید او ور سره مل پلاوي سره وکتل او د دواړو ادارو او ښاري مسایلو اړوند یې نظرونه تبادله کړل.
په دې ناسته کې د هستوګنیزو کورونو د برسۍ، ښار ګوټو او ښاري درغليو په مخنیوي باندې بحث او نظرونه تبادله شول.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، چې د غیرې قانوني ښارګوټو، د ښاري تخلفاتو او د غیرې قانونی ښاري ودانیو دمخنیوي لپاره باید څو پرلپسې ناستې وشي، تر څو د تصریح شوو قوانینو په چوکاټ کې ستونزو ته د حل لار پیدا او ستونزې حل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې دواړو نهادونو قوانین مطالعه شي او کومې تشې چئ پکې وي ډکې او ستونزې یې حل شي.
په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د ستونزو د حل په موخه باید د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د کابل ښاروالۍ لخوا یوه تخنیکي او حقوقي کمیټه جوړه شي او ښاري ستونزې هر اړخیزې وڅیړي.
