د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخنیکي بورډ غونډه جوړه شوه
02/23/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخنیکي بورډ شپږمه غونډه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.
په دې تخنیکي بورډ ناسته کې د هېواد په کچه د دغه وزارت د ساختماني پروژو په برخه کې د تخنیکي ستونزو او د ننګونو او ستونزو د حل په اړه بحث وشو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پلاوي په ننګرهار ولایت کې د مکروریانو د (۶۰) بلاکونو د جوړولو د څرنګوالي په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه څرګند کړل په یاده ناسته کې د بېرته راستنېدونکو استوګنیز ښارګوټي جوړښت، ساتنه او پالنه، او دغه راز د نورو بېلا بېلو اقشارو او اصنافو لپاره د ښارګوټو ساتنه او پالنه او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ولایتي رییسانو لپاره د معلوماتي سیمنار جوړول تر بحث لاندې ونیول شول. د دغه وزارت اړوندو رییسانو او د پروژو امرینو د مطرح شوو موضوعاتو په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او په پای کې د پلان او پالیسۍ ریاست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لپاره جوړه کړې لس کلنه ستراتیژي وړاندې کړه
