د پنجشېر ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه تر سره شوه
۱۴۴۸/۵/۱۵
د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند موظفو انجینرانو د ولایت مقام د لارښوونې او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د یاد ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د ودانۍ د تهدابونو پر سر د ډبرو اېښودلو چارې روانې وې.
د ودانیزو چارو د ښه والي، د منظور شویو نقشو د رعایت، د خوندیتوب د اصولو د مراعات او د ماهرو او غیرماهره کارګرانو د شمېر د زیاتوالي په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
