د پنجشیر په عنابه ولسوالۍ کې د کډوالو د ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۵/۸/۱۶
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیرفهیم نورزاد وایي، د دې ولایت د محترم والي حافظ اغا حکیم، د دې ولایت د محترم ښاروال او د اړوندو ادارو د مسؤلینو سره په ګډه د کډوالو د ښارګوټي لپاره ځمکه تثبیت او بررسي شوه.
نوموړي زیاته کړه، یاده ځمکه د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د کرنې، اوبو او مالدارۍ ریاست لخوا مشخص شوې وه، چې وڅیړل شوه.
هغه وویل، د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د محترم اداري معاونیت د حکم په اساس په ټولو ولایتونو کې د کډوالو لپاره یو یو ښارګوټی منظور شوی دی.