د هېواد په اته ښارونو کې څه د پاسه ۸۷ زره غیر رسمي او غیر پلاني کورونه ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبت په دوام، د هېواد په اته ښارونو کې ۸۷۱۱۹۵ غیر رسمي او غیر پلاني کورونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې، ۵۰۵۶۶۶ کورونه په کابل، ۹۸۶۵۶ کورونه په بلخ، ۱۰۳۳۴۸ کورونه په هرات، ۹۲۵۶۵ کورونه په کندهار، ۳۸۱۶۷ کورونه په جلال اباد، ۱۲۲۶۸ کورونه په فراه، ۱۳۲۱۲ کورونه په بامیان او ۷۳۱۳ کورونه په نیلي ښار کې ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت غیر رسمي سیمو رسمي کېدو ته ژمن دی ترڅو له دې لارې هېوادوالو ته ښه ښاري خدمات وړاندې شي.
