د ننګرهار په تورخم ښاروالۍ کې د مامورینو د استوګنیز تعمیر او احاطې د پروژې کارونه وڅارل شول
۱۴۴۷/۰۴/۲۸
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تورخم ښاروالۍ د ډکي په ساحه کې د مامورینو د استوګنیز تعمیر او احاطې د پروژې له روانو کارونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وویل، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورخم ښاروالۍ د ډکي په ساحه کې د مامورینو د استوګنیز تعمیر او احاطې د پروژې له کارونو څخه تخنیکي لیدنه او نظارت ترسره کړ.
د نوموړي په خبره، د یادې پروژې شاوخوا ۵۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او دا مهال د دوهم پوړ د کانکریټ اچونې چارې روانې دي.
مولوي محمد نبي سعیدي زیاته کړه، چې د تخنیکي ټیم لخوا د پروژې قراردادي شرکت ته د کار د کیفیت د لوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، څو پروژه د انجینري معیارونو سره سم، په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړه شي.
د کور او ښار جوړولو ریاست ډاډ ورکړی چې د ولایت د ټولو روانو پروژو څارنه به په دوامداره توګه ترسره کېږي، ترڅو د زیربنایي کارونو کیفیت او شفافیت خوندي پاتې شي.
