د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د نوي کابل ښار ماسټر پلان او د ریاسة الوزرا محترم مقام له لوري ساختاري پلان منظور شو چې د دغه ښار د ابادۍ او پرمختګ لپاره تر ټولو با ارزښته عمل دی
۱۴۴۷/۸/۳
په نوي کابل ښار کې پراختیا ورکوونکو شرکتونو او عامو افغانانو لپاره یو ښه زیری همدا دی چې د دغه ښار اړوند ماسټر او ساختاري پلانونه منظور شوي، چې تر چتر لاندې یې بېلا بېل تفصیلي پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري لاسلیک او منظورېږي.
د نوي کابل ښار ماسټر پلان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) له لوري منظور شو.
له هغې وروسته، د یاد ماسټر پلان د تطبیق په موخه، ساختاري پلان د ریاسةالوزرا محترم مقام له لوري تایید شو، چې په کې د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د پراخوالي او معیاري کېدو موضوع په واضح ډول په پام کې نیول شوې ده.
د منظور شوي ساختاري پلان له مخې، د کابل–بګرام سړک ټولیز پلنوالی (۱۵۰) متره ټاکل شوی، چې له دې جملې څخه (۱۰۰) متره یې د سړک لپاره ځانګړې شوې او پاتې ۵۰ متره د شنو ساحو یا زرغونو کمربندونو لپاره د سړک دواړو غاړو ته ځانګړي شوي دي.
دا طرحه د ښاري ښکلا، چاپېریالي توازن او د ترافیکي ستونزو د دوامدار حل په موخه جوړه شوې ده.
همدارنګه، د یادو پالیسیو او ستراتیژیو په تعقیب، د نوي کابل ښار اړوند تفصیلي پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري په رسمي ډول منظورېږي.
دا پرمختګونه د نوي کابل ښار د منظمې پراختیا، ترانسپورتي اسانتیاوو، او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بلل کېږي.
