د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۳/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د جوړولو په موخه د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.
د یادې سروې موخه د ښارګوټي د موجوده وضعیت، ځمکې، حدودو او نورو اړوندو تخنیکي معلوماتو تثبیت او راټولول دي، ترڅو د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ د مجید زابلي ښارګوټي لپاره معیاري او د سیمې له اړتیاوو سره سم اصلاحي پلان جوړ او ترتیب شي.
د توپوګرافي سروې چارې د وزارت د مرکزي تخنیکي ټیم له لوري، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په همکارۍ او ملتیا ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده چې د سروې له بشپړېدو وروسته، د راټولو شوو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د یاد ښارګوټي اصلاحي پلان جوړ شي، چې په پلي کېدو سره به یې د مجید زابلي ښارګوټي اړوند د زابلي ولس ګڼې شته ستونزې په اساسي او منظم ډول حل شي.
