د لغمان پوهنتون د احاطوي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۷/۲
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د لغمان پوهنتون د متباقي ساحې د احاطوي دیوال د سنګکارۍ پر سر د خښتکارۍ د پروژې څخه ساحوي لیدنه تر سره کړه.
د لیدنې پر مهال په پروژه کې بېلابېلې ودانیزې چارې په منظم ډول روانې وې، چې پکې د ګریډ بیم سیخ بندي او کانکریټ اچونې، د خښت کارۍ او د تر سره شوې خښتکارۍ پلستر، او همدارنګه د خښت کارۍ پر سر د قالب بندۍ کارونه شامل وو.
ښاغلي رئیس وویل، د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې د هرې برخې اړوند مسوولینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وړاندې شوې او ورته ټینګار وشو، چې ټولې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي احجامو مطابق په معیاري ډول تر سره کړي.
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د کیفیت او شفافیت په موخه د دوامدارې څارنې پر ژمنتیا ټینګار کوي.
